افغانستان کې سقوط او د بهرنیو ځواکونو وتلو پراخ عوامل لرل. واشنګټن پوسټ په یوه مقاله کې په افغانستان کې روان وضعیت او د سقوط یو کلنۍ ته اشاره کړې ده. دغه ورځپاڼه وايي چې په افغانستان کې پراخ فساد، د ولسمشر غني د حکومت کمکارۍ او خوړینتوب، انارشي او خپلسري او تر څنګ یې له نړیوالو سره کمزوری تعامل د پخواني حکومت د سقوط اصلي لاملونه وو.
ورځپاڼه زیاتوي چې یوازې دا نه بلکې لسګونه نور داسې مسایل شته چې عاملین یې نړیواله ټولنه او پخوانی افغان حکومت دي او په دغه هېواد کې د اوسني وضعیت سبب دي. ورځپاڼه وایي چې په ټوله کې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور او ماموریت په اړه د حساب ورکولو توان نه لري، ځکه په دغه هېواد کې یې شاوخوا ۸۳۷ میلیارده ډالر په جګړه لګولي، ۳۵۸۷ بهرني عسکر وژل شوي او د وژل شوو افغان سرتېرو شمېره هم ۶۶ زره کسانو ته رسېږي.
دغه رسنۍ داسې مهال افغانستان کې د امریکا ماموریت ته کتنه کوي چې لا هم امریکایي حکومت افغانستان کې د خپل حضور او غیر قانوني اقداماتو په اړه نړیوالې ټولنې او خپل ملت ته وضاحت نه دی ورکړی.
































