افغان لوری دې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو د افغانستان په اړه په خپل یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره پراخو هڅو ته اړتیا ده.
سرچینه کاږي دمګړی وضعیت خواشینوونکی دی خو دوی تمه لري چې نړیواله ټولنه د وضعیت د بدلون لپاره هڅه وکړي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو یو ځل بیا په خپلو غوښتنو کې دا مطرح کړې چې نجونې دې ښوونځي ته لاړې شي، د کار او زده کړو اجازه دې ورکړل شي او د افغانانو ټولو بشري حقونو ته دې درناوی وشي.
ملګري ملتونه داسې مهال دغه غوښتنې مطرح کوي چې افغان لوري په ځلونو ویلي، دوی د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
































