د پکتيا د ډنډپټان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او سوداګر وايي، د دغې ولسوالۍ او خیبر پښتونخوا لار له دوو اونیو راهيسې بنده ده او خلکو ته يې ډېرې ستونزې جوړې کړې دي. له یادې لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز مالونه لېږدول کېږي او کراچۍ بندر ته هم غځېدلې ده. د پکتيا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په ګمرک کې د روزيالدین په نامه یوه سوداګر وايي، په دې سرحدي سيمه کې پر ډبرو سکرو بار موټرو په ګډون نور په زرګونه موټر ولاړ دي او ورځ تر بلې سوداګریز موټر راځي چې په سيمه کې يې د تم کېدو امکان نشته.
































