له طبيعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت وايي، هېواد کې د تېرو څو ورځو اورښتونو او سېلابونو له کبله ۱۳ تنه مړه شوي دي. د دغه وزارت مرستيال وايي چې له تېرې پنجشنبې راهيسې د هېواد په لسو ولايتونو کې سيلابونه را وتلي چې په اوو ولايتونو کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه مړه کړي دي. وردګ، لوګر، خوست، پکتيا، غزني، زابل، کاپيسا او کندهار هغه ولايتونه دي چې وروستيو کې سيلابونو سخت وځپل. حکومتي چارواکي وايي چې وروستيو سيلابونو د سر پر زيان سربېره درانه اقتصادي زيانونه هم اړولي، لويې لارې او کرنيزې ځمکې يې ويجاړې کړې او په ځينو سيمو کې يې ان روغتيايي مرکزونه هم زيانمن کړي دي.
































