مشرانو جرګې د افغان حکومت هغه غوښتنه تایید کړه چې له مخې به یې د پیسو له نړیوال صندوق له کرونا سره د مبارزې په موخه پور اخیستل کېږي. دغه غوښتنه ولسي جرګې رد کړې وه او تور یې پور کړی و چې له کرونا سره د مبارزې لپاره په ځانګړو شوو پیسو کې فساد موجود دی، نو ځکه دغه طرحه ردوي، خو مشرانو جرګې د تېرې ورځې په غونډه کې دغه پرېکړه تاییده کړه او په خبره یې حکومت دغو پیسو ته اړتیا لري. بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې پر دې مسئله سخت غبرګونونه پارېدلي دي. کاروونکي وایي، مشرانو جرګه د حکومت په اشاره پرېکړې کوي او سره له دې چې له موجود فساد خبر دي، خو بیا یې هم د پور اخیستو ته د تایید رایه ورکړې ده.
د کرونا ویروس له پراختیا سره هممهاله د پیسو نړیوال صندوق اعلان وکړ چې له اړمنو هېوادونو سره به د کرونا پر وړاندې د مبارزې په موخه مرسته کوي او دوی ته به پورونه ورکوي. افغان حکومت په همغه لومړیو ورځو کې د دغه پور د اخیستلو لپاره مټې ونغاړلې او دغه غوښتنه یې د تایید لپاره ولسي جرګې ته واستوله. ولسي جرګې پر دغه غوښتنه او طرحه تر بحث وروسته وویل چې په حکومت کې د شته فساد، بې پلانۍ او ځينو نورو ستونزو له امله دغه طرحې ته د تایید رایه نه ورکوي.
د مالیې وزارت هغه مهال یوه طرحه ولسي جرګې ته سپارلې وه چې له مخې یې افغان حکومت د پيسو له نړیوال صندوق ۲۲۹ میلیونه ډالر پور اخیست. سره له دې چې حکومت له کرونا سره د مبارزې لپاره د څه باندې ۱،۱ میلیارد ډالرو د ځانګړي کولو خبره کوي، خو د دومره نور پور اخیستل د پوښتنې وړ مسئله ده. د ولسي جرګې یوه غړي زلمي نوري هغه مهال ویلي وو، چې حکومت د یادو پیسو د لګولو لپاره عملي تګلاره او پلان نه لري، نو د فساد احتمال شته دی. د ده په خبره: ((د ۲۲۹ میلیونه ډالرو د پور کولو سند رد شو، ځکه استازو ټینګار کاوه چې حکومت یې دې د لګولو لپاره طرحه او پلان راوړي، خو حکومت داسې کوم شفاف پلان او طرحه استازو ته وړاندې نه کړه)).
د مشرانو جرګې د تېرې ورځې په غونډه کې بیا پرېکړه شوې ده چې حکومت به له کرونا سره د مبارزې لپاره د پیسو له نړیوال صندوق ۱۷ میلیارده افغانۍ پور اخلي. د مشرانو جرګې ځینو غړو ویلي چې حکومت دغو پیسو ته اړتیا لري او اړ دی چې د کرونا له امله رامنځته شوی بحران مدیریت کړي. بلخوا د مشرانو جرګې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې یو شمېر سناتوران له دغه پرېکړې سره مخالف وو او په خبره یې ښایي د فساد له امله دغه پیسې شخصي جیبونو ته لاړې شي.
هغه مهال چې ولسي جرګې د پور اخیستنې دغه سند رد کړ، د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو. ټولو دا یو غوره اقدام وباله او په خبره یې، په دې توګه د مفسدینو لاسونه لنډ شول، خو مشرانو جرګې دغه سند تایید کړ چې د خلکو له توند غبرګون سره مخ شوی دی. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وایي چې په مشرانو جرګه کې ډېری سناتوران د ولسمشر له لوري انتصاب شوي، نو ځکه ډېر وخت د حکومت پرېکړې تاییدوي او د ولسي جرګې د پرېکړو رد ته ناست وي. دوی وایي چې په داسې حساسو شرایطو کې چې په ښکاره توګه د کرونا پر وړاندې د روانې مبارزې په مالي منابعو کې فساد روان دی، دغه ډول پرېکړې د هېواد په زیان دي.
مشرانو جرګې داسې مهال دغه پرېکړه کړې چې همدا وړمه ورځ هم د دغه جرګې د شکایاتو کمېسیون ته له کرونا سره د مبارزې په بودیجه کې فساد ګڼ شکایتونه شوي وو. دوی ویلي وو چې څلور نیم کلیو غنمو نیولې بیا د وچې ډوډۍ تر وېش پورې په هر څه کې فساد روان دی او حق حقدار ته نه رسېږي. سره له دې چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مالي مرستې وشوې، خو حکومت تر دې دمه له روغتیايي بنسټونو، ناروغانو، قربانیانو او د قربانیانو له کورنیو سره د پام وړ او اړینې مرستې نه دي کړې.
































