پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي له مرستیال آرنوت پاویلز سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې پر روان وضعیت او له افغانانو سره د اروپايي ټولنې پر مرستو خبرې کړې دي. حامد کرزي ویلي چې اروپايي ټولنې په تېرو کلونو کې له افغانانو سره پراخې مرستې کړې دي او تمه ده چې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي. هغه همدا راز د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ هم د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. پاویلز هم ټینګار کړی چې دوی له افغانانو سره د مرستو دوام ته ژمن دي او د تعلیم او زده کړو په برخه کې به هم خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
































