برېټانیا دې له افغانانو سره خپلې مرستې ډېرې کړي. د برېټانوي پوځ پخواني مشر ریچارډ ډانېټس په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانان په بد وضعیت کې دي او د نړیوالو مسوولیت دی چې د دوی لاسنیوی وکړي.
دده په خبره په دغه هېواد کې بېوزلي او لوږه د پراختیا په حال کې دي او نړیواله ټولنه په دې پلمه د مرستو له پراخولو ځان نه شي خلاصولی چې ګواکي نوی حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.
هغه یو ځل بیا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې ده او وایي چې د دوی د غیر مسوولانه تګ له امله نن میلیونونه افغانان له لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي. هغه پر برېټانوي حکومت غږ کړی چې له افغانانو سره دې بشردوستانه مرستې پراخې او ډېرې کړي.
































