د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین له مسکو څخه د باندې د پوځي فورم د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي چې چمتو دي، څو خپلو متحدینو او شریکانو ته تر ټولو عصري وسلې او جنګي مهمات ورکړي. نوموړي ویلي، په دغو عصري وسلو کې جنګي الوتکې، زرهي موټر او ګڼ شمېر نورې وسلې او مهمات شامل دي. پوتین ویلي چې دا وسلې تر دې وړاندې هم د جګړې په ډګر کې ازمایل شوې دي. هغه ویلي، روسیه په بېلابېلو لویو وچو کې خپل همفکره متحدین لري او دوی په دې کار خوښ دي. پوتین یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اوس پر اوکراین د نظامي یرغل له کبله ګڼ شمېر هېوادونو له روسیې سره هر ډول اړیکې پرې کړې او پر دغه هېواد یې بندیزونه لګولي دي.
































