افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ويلي، په ميليونونو افغانان په داسې حال کې د لوږې حالت ته نږدې دي چې له يوې خوا ژمی په را رسېدو دی او له بلې خوا د بشري مرستو لپاره بودجه په ختمېدو ده. رميز الاکبروف پرون يوه انلاين خبري کنفرانس ته ويلي، افغانستان کې د روان وضعيت تر ټولو ښه تعريف به دا وي چې سوچه ناورين وبلل شي. ده زياته کړه چې همدا اوس ۹۱ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري او د څلوېښت ميليونو ګړو له ډلې ۶.۶ ميليونه هغه يې له مطلقې قحطۍ يوازې څو ګامه لرې دي. د ملګرو ملتونو د چارواکو خبرداری په داسې حال کې دی چې په نړيواله کچه د خوړو بيې لوړې شوې دي، خو افغانستان کې يې اغېزې له دې کبله بيخي ډيرې دي چې له تېر کال راهيسې په سلګونو زرو خلکو دندې له لاسه ورکړې دي.
































