پاکستان کې د ټرافيکي پېښې له کبله ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي چې بهاولپور ښار ته نږدې يوه مساپر وړونکي بس د تيلو له يوه ټانکر سره ټکر کړی چې له کبله يې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي. سرچينو زياته کړې چې تر ټکر وروسته دواړو موټرو اور اخيستی چې له کبله يې لويه لاره پنځه ساعته بنده وه او دغه راز تلفات هم لوړ شوي دي. د پېښې لامل د مساپر وړونکي بس د چلوونکي بې احتياطي ښودل شوې ده. پاکستان کې دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده بلکې د موټر چلوونکو بې احتياطي په ځلونو د ورته پېښو سبب شوې ده. تېره مياشت له اسلام اباده کويټې ته روان يو مساپر وړونکی بس هم يوې لويې کندې ته لوېدلی و چې له کبله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
































