د پاکستان په سیند ایالت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۵۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې پرون ناوخته د پنجاب ایالت د ملتان – سکر پر لویې لارې مسافر وړونکي یوه بس د تېلو له ټانکر سره ټکر کړی دی. ځايي مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې د مسافرینو بس له لاهور څخه کراچۍ ته روان و چې د ترافیکي پېښې ښکار شو. د ملتان مرستیال کمېشنر طاهر وټو رسنیو ته ویلي، چې په دې پېښه کې ۲۰ کسان مړه شوي او شپږ ټپيان دي. د یو بل خبر له مخې د سیند ایالت په روهړي سیمه کې په یوه بله ترافیکې پېښه کې اته کسان مړه او ۲۰ نور ژوبل شوي دي. ځايي مسوولینو ویلي، چې د خیبر پښتونخوا له سوات څخه کراچۍ ته روان فلاینکوچ موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.
































