د سوريې په سرحدي سيمو د ترکيې په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دي. بريدونه پر هغو سرحدي پوستو شوي چې د بشارالاسد حکومت يې ملاتړ کوي. د سوريې د بشري حقونو د څار بنسټ چې مرکز يې اروپا کې دی په پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی خو دا يې نه دي ويلي چې وژل شوي کردي وسله وال دي که د سوريې د حکومت پوځيان. په ورته مهال رسنيو راپورونو کې ويلي چې د ترکيې په بريدونو کې وژل شوي لږ تر لږه درې تنه د سوريې پوځيان دي. دغه راز ويل شوي چې په پېښه کې د سوريې شپږ نور پوځيان هم ټپيان شوي دي. د ترکيې د دفاع وزارت ويلي بريدونه يې د کردي جنګياليو له لوري د يوه پوځي د وژل کېدو په غبرګون کې کړي دي. سرچينې زياته کړې چې د سوريې په خاوره کې يې ۱۳ ترهګر وژلي دي.
































