د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي چې د نړۍ يو قطبي نظم په ختمېدو دی، له همدې ويرې امريکا په اوکراين کې د جګړې اوږدول غواړي. پوتين چې پرون يې د افريقا، اسيا او لاتينې امريکا د امنيتي چارواکو په ګډون امنيتي کنفرانس ته خبرې کولې وويل چې امريکا په نړۍ د خپلې سلطې د ساتلو لپاره جګړې ته ضرورت لري. هغه ټينګار وکړ چې متحدو ايالتونو اوکراين د خپلو ګټو لپاره د توپ خولې ته ورکړ او اوس هڅه کوي چې په اسيا، افريقا او لاتينې امريکا کې پر جګړو تېل وپاشي. امريکايي چارواکو د پوتين د دې ادعاوو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
































