د جرمني یوه چارواکي ویلي، له دې هېواده د امریکايي ځواکونو د لویې برخې وتل به د دوو هېوادونو اړیکو ته لوی زیان پېښ کړي. د صدراعظمې انګېلامېرکل په حکومت کې یوه چارواکي، پیتر بییر ویلي، که د امریکا ولسمشر دا ډول پرېکړه وکړي د جرمني او امریکا اړیکې به سختې زیانمنې شي. بییر زیاته کړه، خبره یوازې د ۹۵۰۰ پوځیانو نه ده، بلکې د هغو د کورنیو غړي او ټولټال د نږدې ۲۰ زره امریکایانو ده چې د ده په وینا دا د امریکا او اروپا یا د اطلس سمندر د دوو خواوو ترمنځ پُل نړوي. په وروستیو کې د امریکا وال ستریټ ژونال ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و چې امریکا غواړي خپل ۹۵۰۰ سرتېري له جرمني څخه وباسي.
































