د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې امريکايي پوځونه په بېړنۍ توګه او ستره ګډوډۍ کې له افغانستانه بشپړ ډول ووتل. په همدې وتنې سره په دغه هېواد کې د امريکا لخوا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده، خو د جګړې تر شا ډېر زيات افغان وګړي ټپي پاتې دي. د چين مېډيا ګروپ پښتو څانګې په ځانګړې توګه يو مستند فلم جوړ کړی او د افغانستان په شپږو ټلويزونونو کې خپور شوی چې په ټولنه کې یې تاوده غبرګونونه راپورته کړي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت مشاور مولوي رضوان الله نيازي د ياد فلم له کتلو وروسته د پښتو څانګې خبريالې ته خپل احساسات څرګند کړل او ويلي يې دي چې له تاسو نه ډېره زياته مننه، چې ډېر په زړه پورې مستند مو جوړ کړی، خو دا بسنه نه کوي. د ده په اند، په فلم کې دغه ډول پېښې ډېرې زياتې دي، دا يو ښه رښتینی مستند فلم دی، خو بايد لا نور زيات مستند فلمونه جوړ شي. هغه وويل، ځکه چې دا په سلو کې يو فيصد د امريکايانو د ظلم او د جبر نمونې دي چې افغانستان ته یې راوړې دي. دی وایي: هغه ملګرو په مستند فلم کې کومک کړی دی، د هغه کورونو ته تللي دي چې د ده ټول فاميلونه د امريکايانو لخوا د ظلم، جبر او د بمبارونو په نتيجه کې د هغو د فاميل ټول غړي له لاسه ورکړي، سړکونه ويجاړ شوي، کورونه ويجاړ شوي، ډېر مناسب او په زړه پورې و، ډېر دردوونکی و. خو دا د ټولو افغانانو انځور نه ده، او نه دغه دی د دې شل کلنو ناخوالو، بدبختيو، د وژنو، د عامه خلکو د وژنو، د بدبختيانو حقيقي تصوير نه شي وړاندې کولی.
ښاغلی نيازی هیله لري، چې په راتلونکي کې د افغانستان په شل کلنو جګړو کې د امريکايانو لخوا افغانانو ته د زيانونو رسېدلو په هکله مستند فلمونه جوړ شي، ځکه چې دغه پېښې ډېرې دي. دا يو ښه پيل دی، خو بس نه دی. هغه وويل، ځکه چې د امريکا د راتګ په وخت کې ټولې خبري رسنۍ د دوی په اختيار کې وې ، د ظلمونو، د جبر، د وژنو، د عامو خلکو د ځورونې تصويرونه نشوی خپرېدی. په ټلويزونونو، راډيو ګانو ټولنیزو شبکو نشوی خپرولی. په دې باندې ستاسو دغه مستند ډېر په زړه پورې دی. په دې باره کې بايد لا ډېر معلومات جوړ شي. امريکايانو موږ ته نه چې يوازې وژنې راوړې وې، بلکې دلته يې کلتوري يرغل کړی و، مذهبي يرغل کړی و، بدبختي راوړې وې، دلته يې ظلم راوړی و، زموږ په مذهبي او کلتوري ، فرهنګونو باندې يرغل و.
وخت ژر تېرېږي، د تېر کال په اګست کې د امريکايي پوځ د وتلو څخه تر اوسه پورې يو کال تېر شو. خو امريکا د افغانستان بشري بحران ته نه ګوري، مخکې افغانانو ته نظامي تاوانونه رسولي، خو اوس پر افغانستان اقتصادي جنګ دوام لري. ښاغلي نيازي وويل، امريکا د جګړې په وخت کې اول د جګړې وروسته له نظامي او اقتصادي لارې د افغانستان خلکو ته زيانونه رسوي، دا د دې اوسنی کار نه دی. هغه پيسې چې زموږ ولس قانوني حق ده، دا چې د نورو دنيا کومکونو دمخه دلته راکړې ده، نور دنيا هم له موږ سره کومک کوي. په هغو هېوادونو کې چې د هغو کچه او د ولس اقتصادي کچه د صفر نه ښکته کرار ولري، د نظامي جنګ نه او د اقتصادي جنګ نه هغو ډېر ژر ښکته کوي. دا اقتصادي جنګ نه، بلکې فکري جنګ، د افغانستان کادرونو ته د ټولو لپاره زمينه برابره کړي چې څنګه د فرار لاره خپله کړي، څو د افغانستان د علم څخه خالي، افغانستان د اقتصاد څخه خالي حالت ولري.
































