عامې روغتیا وزارت وایي، کرونا وبا دا مهال هېواد له روغتیایي بحران سره مخ کړی او خلک باید د دغه وبا په مهارولو کې خپل ګټور رول ادا کړي. د عامې روغتیا وزارت وایي، کرونا ناروغي درملنه نه لري او له خلکو غواړي چې په خپلو تدبیرونو او روغتیایي سپارښتنو سره یې مخه ونیسي. د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وویل، دغه ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او د خلکو له همکارۍ پرته یې مخنیوی امکان نه لري. په همدې حال کې د افغان جاپان روغتون ډاکټر محبوب الله شفیق وایي، روغتونونو کې د ناروغانو ځای نه کېږي. نوموړي له خلکو هیله وکړه چې نور د کرونا وبا پر وړاندې بې پروا پاتې نه شي. د کرونا رسمي پېښې که څه هم څه باندې شل زره ښودل شوي، خو غیر رسمي شمېرې یې بیا ټکان ورکونکې دي. د کابل والي یعقوب حیدري وايي، د دوی شمېري ښيي چې یوازې په کابل کې شاوخوا یو میلیون کسان په کرونا اخته شوي دي.
































