پاکستان کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې د وروستيو اورښتونو او سيلابونو له کبله په دغه هېواد کې ۶۴۹ تنه مړه شوي او ۱۰۳ ولسوالۍ اغېزمنې شوې دي. چارواکو ويلي چې د سيلابونو له کبله تر ټولو ډير زيان بلوچستان ايالت کې اوښتی دی. په بلوچستان ايالت کې سيلابونو ۱۹۶ تنه مړه کړي، ۸۱ نور يې ټپيان کړي او په ټوله کې يې ۳۶۰ زره کسان په يو ډول نه يو ډول اغېزمن کړي دي. په دغه ايالت کې ۲۱ زره ودانۍ، ۶۹۰ کيلومتره سړکونه او ۱۰۰ زره څاروي هم اغېزمن شوي دي. په خيبر پښتونخوا کې بيا سيلابونو ۷۴ تنه مړه کړي او ۱۴۸ نور يې ټپيان کړي دي. سند کې بيا د ۶۶ ماشومانو په ګډون ۱۴۱ تنه مړه شوي او۵۰۰ نور ټپيان دي. په پنجاب کې هم ۴۱ تنه مړه شوي او په زرګونو نور ټپيان شوي او دغه راز د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې بيا د ۳۸ تنو د مړينې پخلی شوی دی. پاکستان کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې چارواکو ويلي چې دا شمېرې وروستۍ نه دي او دوی له صوبايي حکومتونو سره کار کوي څو د سيلابونو له کبله د اوښتو زيانونو کره کچه مالومه کړي.
































