په کندهار ښار کې رابلل شوې ولسي غونډې ته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي، دا هیله مه لرئ چې ژر دې په رسمیت وپېژندل شو او تعامل دې راسره وشي. نوموړی وايي، له امریکا او ۵۰ نورو هېوادونو سره يې د ګډو کټو په چوکاټ کې خبرې کړې، چې ځینې پرمختګونه پکې شوي خو د ځینو هېوادونو له امله یو شمېر هېوادونو د رسمیت غږ نشي پورته کولی، خو تعامل ورسره د ر سمیت غوندې دی. د ده په خبره د هېواد بهرنۍ پالیسۍ پر جوړولو بوخت دي او په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري، د ده په خبره که رسمیت پېژندنه یې نه ده ترلاسه کړې خو د افغانستان ښه استازولي یې کړې ده. ده پر نړیوالو غږ وکړ چې مثبتې اړیکې ورسره وپالي او له فرمایشاتو ډډه وکړي. هغه څرګنده کړه افغانستان اوس د چا پر ضد نه کارول کېږي، د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لري، اقتصاد محوره سیاست یې غوره کړی، د نړۍ په ټولو هېوادونو کې یې سفارتونه فعال دي او خلک د ډیرو هېوادونو ویزې اخیستلای شي.
































