د روسيې د دفاع وزارت ویلي، چې مسکو به یواځې خپلې اټومي وسلې یواځې په بیړنیو حالاتو کې وکاروي او دا یې هم ویلي، چې له ناټو او امریکا سره د مستقیم مخالفت لیوالتیا نه لري. رویټرز راپور ورکړی چې د روسيې د دفاع وزارت ویلي، چې مسکو دا اړتیا نه لري چې په اوکراین کې د پوځي کمپاین پر وخت اټومي وسلې وکاروي. نوموړي هغه اوازې په بشپړه توګه درواغ وبللې چې مسکو ښايي د اوکراین په جګړه کې اټومي او کیمیاوي وسلې وکاروي. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاند این نېکایف پرون یوې خبريغونډې ته وویل، اټومي وسلې به یواځې د غبرګون په توګه کارول کېږي. هغه زیاته کړه، چې د روسيې پوځي لارښود د اټومي وسلو کارولو ته یواځې هغه وخت اجازه ورکوي چې کتلوي یا د سترې ویجاړۍ ګواښ وي.
































