د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، په افغانستان کې د اقتصادي بحران د حل لپاره لا ډېرې پانګونې ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د عمومي منشي مرستیال له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د مرستو ځنډول د افغانستان بیارغونې او پرمختګ ته زیان رسوي. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د عمومي منشي مرستیال کاني ویگناراجا وايي، چې ملګري ملتونه او پراختیايي پروګرام هڅې کوي چې د سیمهییزې سوداګرۍ سکټور بیا فعال کړي، څو ورسره افغانان په خپله خپلو ځانونو ته خوراکي مواد تولید کړي. د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام مرستیال زیاته کړې، په افغانستان کې د پراختیايي بنسټونو او خصوصي سکټور له لوري د پانګونې د نشتوالي له امله د دې هېواد اقتصاد ټکنی شوی او په وینا یې په دې هېواد کې د کاري زمینې د برابرېدو لپاره باید پانګونې ډېرې شي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وو چې دمګړۍ په افغانستان کې نږدې ۲۵ مېلیونه خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي او ښايي سږ کال ۹۰۰ زره نور کسان هم بېروزګاره شي.
































