د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا د ا.ا پر یو شمېر چارواکو د سفرونو بندیز معافیت نن پای ته رسیږي. ملګرو ملتونو که څه هم تر اوسه د دې مودې د غځولو په اړه څه نه دي ویلي خو په ملګرو ملتونو کې د الجزیرې خبریالې اماندا پرایس ویلي چې په دې سازمان کې پر طالب مشرانو د سفرونو د بندیز د معافیت مودې د غځولو پر سر بحثونه راپورته شوي دي. ویل کیږي د ۳ نورو میاشتو لپار د دې مودې د تمدید په اړه د روسیې وړاندیزونه د فرانسې او بریتانیا لخوا رد شوي دي. هاخوا د بشر حقونو د څار سازمان وايي، چې د طالب چارواکو د سفرونو د بندیز د معافیت موده دې نه غځول کیږي. ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي په راتلونکو دوو ورځو کې د ا.ا د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت د غځولو یا پای ته رسولو پرېکړه وکړي.
































