د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي سره د اوکراین په لودیځ ښار لیوایو کې ولیدل. درې واړو مشرانو د خوړو د نړیوال بحران، د برېښنا اټومي کارخانې ته د ګواښونو او د روسیې لخوا پیل شوې جګړې ته د سیاسي حل موندلو پرسر خبرې کړې. د خوړو بحران د حل لپاره هڅې روانې دي او د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د جولای په وروستیو کې د روسيې او اوکراین ترمنځ د شوي تړون له مخې له اوکراین څخه په کښتیو کې دا مهال د غلو صادرات ښه پر مخ روان دي. ګوتریش به نن په اودیسا کې له یو بندر څخه هم لیدنه وکړي او سبا د شنبې په ورځ به استانبول ته ولاړ شي او هلته به د همغږۍ له هغه مرکز څخه لیدنه وکړي چې له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو بهیر څاري.
































