د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب وايي، د خپلې عقیدې او ملي ګټو خلاف د هیچا غوښتنې او فرمایشات نه مني. نوموړي نن د افغانستان د خپلواکۍ بیرته اخیستلو د ۱۰۳ کلیزې په مناسبت وینا کې وویل چې د ا.ا حکومت داسې تعامل نه غواړي چې په خبره یې استقلال یې تر سوال لاندې راشي. نوموړي وویل کوم مشکلات چې اوس دوی ورسره مخ دي په خبره یې ژر به ورڅخه ووځي او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د موجوده مادي ستونزو په اړه باید وارخطا نشي. هغه د کوم چا یا هیواد له نوم یادولو پرته وویل چې ډېرې کړۍ هڅه کوي خپلو شومو اهدافو ته د رسېدو لپاره افغانان د ژبې، قوم او سمت په نومونو سره وجنګوي. هغه ټينګار وکړ چې هیڅ کله باید یاده موقع چاته ورنکړل شي.
































