د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د کابل یو جومات کې پر ملکي وګړو وروستۍ چاودنه په کلکه غندلې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې ګوتریش د یادې چاودنې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د قربانیانو له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده. د ا.ا چارواکو د معلوماتو له مخې د تیرې چهارشنبې په ماښام د کابل ښار د اوولسمې امنیتي حوزې اړوند خیر خانې کوتل سره نږدې صدیقیه جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال چاودنې ۲۱ تنه ملکي وګړي وژلي او ۲۳ تنه یې ټپیان کړي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس روانه میاشت په افغانستان کې د چاودنو له امله څه باندې ۲۵۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ګوتریش ویلي، افغانان حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي او د خپلې مذهبي ازادۍ څخه برخمن وي.
































