رویټرز خبري آژانس د اسپانیایۍ ال اکونومیسټا ورځپاڼې له قوله خبر ورکړی چې مکسیکو له کرونا سره د مبارزې او له کمزورۍ څخه ددغه هېواد د اقتصاد ژغورلو په موخه له نړیوال بانک څخه یو میلیارد ډالر پور اخلي. ویل کېږي نړیوال بانک هم ددغه هېواد مالیې وزارت ته د پور دورکړې په برخه کې شین څراغ ورکړی دی. د راپور له مخې د مکسیکو د مالیې د وزیر مرستیال گابریل یوریو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دغه پور د عمومي بودجې د اړتیا پوره کولو لپاره اخلي. په مکسیکو کې تر اوسه پورې ۱۱۳۶۱۹ کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي او ۱۳۵۱۱ نور یې مړه کړي دي.
































