د امریکا د دفاع وزارت له اوکراین سره د ۷۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ او وې ویل چې په دې مرستو به نه یوازې اوکراین وکړی شي په جګړې کې برلاسي تر لاسه کړي، بلکې هغه سیمې به هم بېرته ونیسي چې روسي ځواکونو قبضه کړي. د پنټاګان یو جګپوړي چارواکي د دې مرستو د اعلان پر وخت وویل چې په اوکراین د روسیې یرغل اوس مهال په ټپه ولاړ حالت ته راوړل شوی. په نویو نظامي مرستو کې ډول ډول توغندي چې خپل هدف په دقت په نښه کوي، د زغره لرونکو موټرو ضد وسلې، کشفي ډرون الوتکې، توپونه او د ماینونو پاکولو تجهیزات شامل دي چې اوکراین سره د تعرضي عملیاتو په پراخولو کې مرسته کولی شي.
































