پر ځايي وخت د ۲۰۲۲م کال د اګست د ۲۰مې نېټې سهار په يوه بجه او ۳۷ دقیقو، د چین د شي چانګ سپوږمکۍ توغولو په مرکز کې د CZ-2D راکټ په مټ د ليرې احساس ۳۵م نمبر ۰۴مه سپوږمکۍ په بریالۍ توګه فضا ته وتوغول شوه. دغه سپوږمکۍ په سالم ډول ټاکل شوي مدار ته ننوتله او د توغولو ماموریت په بشپړ ډول بریالی و.
دغه سپوږمکۍ په عمده توګه د ساینسي تجربو، د ځمکو سرچینو پلټنې، کرنیزو چارو او د ناورینونو د مخنیوي او کمولو په برخو کې کارول کېږي.
دا ماموریت د CZ راکټونو لړۍ ۴۳۳مه الوتنه ده.
































