د عراقي پارلمان غړی او د (السند الوطني) ډلې مشر احمد اسدي ویلي، له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل حتمي دي او له دې وروسته پر دې موضوع له چا سره خبرې نه کوي. نوموړي ویلي، پارلمان موده وړاندې له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع وروستۍ کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې په لنډه موده کې باید ټول بهرني سرتېري له عراق څخه پښې سپکې کړي. اسدي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې عراقي چارواکي درې ورځې وروسته له امریکایي لوري سره خبرو ته کېني.
































