په ترکیه کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳۲ تنه وژل شوي او لس ګونه نور ټپيان دي. لومړی ټکر د غازنتیپ په ولایت کې د یو بس موټر او یو امبولانس تر منځ شوی چې ۱۶ تنه پکې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. د دې ولایت والي داود ګل ویلي چې په دې پېښه کې یو بس موټر د ایمرجنسي د ټیم او د یو امبولانس سره جنګیدلی. خو ترکي رسنۍ بیا وايي چې یو مسافر وړونکی بس د امبولانس، د اور وژنې د یو بل موټر سره جنګیدلی چې خبریالان پکې د ټکر ځای ته روان و. په راپور کې ویل شوي چې څلور تنه د عاجلو خدماتو کار کوونکي، درې د اور وژنې عمله او د الهاس خبري اژانس دوه خبریالان په دې پېښه کې وژل شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې پولیسو د بس موټر چلوونکی نیولی دی.
































