د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر ارنولټ پاولزد رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې او د افغانانو د یووالي غوښتونکي دي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي چې اروپايي ټولنه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي. نوموړي زیاته کړې، اروپايي ټولنه غواړي چې له افغانستان سره خپل تعامل زیات کړي او له اوسني حکومت سره په بېلابېلو برخو کې خبرو ته دوام ورکړي. په همدې حال کې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال هم ویلي چې دوی له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او هېچاته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي او هوایي حریم یې نقض کړي.
































