نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه واحد نظر لري. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي مرستیال له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د نړیوالې ټولنې ټول غړي د افغانستان په اړه واحد دريځ او پيغام لري. دده په خبره که روسیه ده، که چین، امریکا، اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه ټول د افغانستان په اړه واحد دريځ لري او له دغه هېواد سره پر تعامل ټینګار کوي. آرنوټ پاوېلس وایي دوی ددې ملاتړي دي چې له افغان حکومت سره خبرې او مذاکرات دوام وکړي خو افغان لوری باید د بحثونو د دوام لپاره خپل چلند بدل کړي. هغه زیاتوي چې خبرې کولو کې متقابل درناوی مهم دی او دواړه اړخونه باید د یو بل اوصولو او چلند ته درناوی ولري. د اروپايي ټولنې دغه استازي همدا راز ویلي چې نړیواله ټولنه دمګړی افغان لوري ته غوږ ده او نه یوازې دا چې د دوی خبرو ته یې غوږ نیولی بلکې د دوی کړنې هم څاري. هغه تمه ښوودلې چې له افغان حکومت سره مذاکرات او تعامل مثبته پایله ولري.
































