د افغانستان ا.ا اړوندو اداراتو ته له سیلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو امر کړی دی. د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې مشرتابه په هېواد کې پر وروستیو راوتلو سیلابونو سخت خواشینی دی او له ټولو زیانمنو شوو او د قربانیانو له کورنیو سره د خپلې خواخوږۍ مراتب شریکوي. په اعلامیه کې راځي چې دوی تر خپلې وسې له زیانمنو شوو کورنیو سره مرسته کوي او ټولو اړوندو ادارو ته یې امر کړی چې له سیلاب ځپلو سره بېړنۍ او تر خپلې وسې مرستې وکړي. افغان حکومت دغه راز له ملګرو ملتونو، نړیوالو مرستندویه بنسټونو او اسلامي هېوادونو غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او له دوی سره بشردوستانه مرستې وکړي. تېره شپه د هېواد په ګڼو ولایتونو کې درانه سیلابونه راوتلي چې د پراخو مالي تلفاتو تر څنګ یې ځاني تلفات هم اړولي دي.
































