روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۵۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره پر همدې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۰ زره او ۹۱۷ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، تېره شپه او ورځ کې پر کرونا ویروس اخته ۱۲ کسان مړه شوي هم دي چې له دې سره د کرونا وبا له امله د مړه شویو کسانو شمېر بیا ۳۶۹ او د رغېدلو هغه بیا دوه زره او ۱۷۱ ته پورته شوی دی. روغتیا وزارت دغه راز یو ځل بیا پر خلکو غږ کړی دی چې کرونا جدي وګڼي او پر دې وبا د اخته کېدو مخنیوي په موخه روغتیایي سپارښتنې په سمه توګه عملي کړي.
































