ملګري ملتونه وایي ډېری افغان چارواکي ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال مارکس پوتزل وایي په مرکز او ولایتونو کې یې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي دي او د نجونو د ښوونځیو پر مسئله یې خبرې ورسره کړې دي. دده په خبره دا ورته ثابته شوې ده چې لوړه سلنه افغان چارواکي ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخالف نه دي او ددې ملاتړ کوي چې د نجونو ښوونځي باید پرانیستي وي. نوموړی وایي تمه شته چې د ښوونځیو دروازې ژر د نجونو پر مخ پرانیستل شي. تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي وو، چې د اوسني حکومت ډېری چارواکي ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړي دي او هڅه کېږي چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړل شي.
































