متحده عربي امارات تر اوږده ځنډ وروسته ایران ته سفیر استوي. د اماراتو د دولتي رسنیو د راپور پر بنسټ په نږدې وختونو کې به د دوی سفیر ایران ته لاړ شي څو ددواړو لورو ترمنځ د اړیکو د دوام لپاره کار وکړي. متحده عربي امارات وایي دوی په سیمه کې له ایران سره ښې اړیکې غواړي او تمه لري چې وکړی شي ګډې ګټې له ديپلوماتیکو لارو ترلاسه کړي. تر دې وړاندې له عربي ملکونو کوېټ هم خپل سفیر ایران ته لېږلی و او سعودي عربستان هم د عراق په منځګړیتوب په دې لټه کې دی چې له ایران سره خپلې اړیکې ښې کړي او د ديپلوماسۍ ور پرانیستل شي.
































