د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير سیمه کې د پاکستاني پولیسو یو موټر سیند ته غورځېدلی چې پکې نهه تنه پوځيان مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي دغه پېښه د کشمير په باغ ضلع سیمه کې رامنځته شوې ده. د رسینو د راپورونه له مخې پوځي موټر د لارې په اوږدو کې په یوه موړ کې د تاوېدو پر مهال مهال سیند ته غورځېدلی دی. د پېښې مړي او ټپیان د راولپنډۍ پوځي روغتون ته وړل شوي دي. د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د پوځيانو په مړينه خپګان ښودلی. یاده دې وي چې روانه میاشت هم د دې هېواد په بلوچستان صوبه کې د پوځ یوه هیلي کوپټر هم غورځېدلی وو چې پکې د لوړ پوړو پوځي افسرانو په ګډون شپږ تنه پکې مړه شوي وو.
































