د امریکایي پولیسو پر جدي برخورد له نیوکو سره هم مهاله د دغه هېواد په سیاټل ایالت کې یو کس چې په موټر کې سپور پر لاریونوالو ډزې کړې دي. په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی دی چې د ژورو ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې معترضینو هڅه کوله د پولیسو یو مرکز ته ننوځي. اعتراض کوونکي بیا هم پولیس ملامتوي او وایي چې دا کار یې د لاریونوالو د خورولو لپاره کړی دی خو د سیاټل چارواکو دا ادعا بې بنسټه بللې او زیاته کړې یې ده چې وسله وال یې نیولی او د برید د انګېزې په اړه څېړنې یې څېړنې پیل کړي دي.
































