د پاکستان مخکني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د خپل هېواد له سترې محکمې غوښتي چې د نه نيول کېدو ضمانت ورکړي. د عمران خان دا غوښتنه نن سهار اسلام اباد کې د هغه دوو وکيلانو بابر اعوان او فيصل چودري محکمې ته سپارلې ده. نوموړي په داسې حال کې له سترې محکمې د نه نيول کېدو ضمانت غوښتی چې د ترهګرۍ ضد قانون پر بنسټ يې پرخلاف دوسيه پرانيستل شوې ده. د علي جاويد په نوم يوه قاضي پر نوموړي عريضه کړې چې پوليس او قضايي چارواکي يې ګواښلي او د فشار په کارولو سره يې د هغوی د اقداماتو مخه نيولې ده. د دې خبر تر خپرېدو وروسته د عمران خان د نيول کېدو ګنګوسې خپرې شوې خو د تحريک انصاف ګڼ شمېر مشران او ملاتړي د عمران خان استوګنځي ته ور ټول شول څو د پوليسو له لوري دهغه د نيول کېدو مخه ډپ کړي. په ورته مهال د اسلام اباد پوليسو بيا ويلي چې دوی ته د عمران خان د نيول کېدو امر نه دی شوی او نه يې هم د نيولو لپاره څوک استوګنځي ته ور استول شوي دي. پوليسو ويلي چې که امر ورته وشي نو په اقدام کې به ځنډ ونه کړي. د يادونې وړ ده چې پرون د پاکستان د برېښنايي رسنيو د کنټرول ادارې له لوري په پاکستاني رسنيو کې د عمران خان د ويناوو پر خپرېدو بندیز ولګول شو. پر هغه تور دی چې په ويناوو کې خلک د پاکستاني ادارو او پوځ پر خلاف را پاروي.
































