د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ويلي چې پر افغان ښځو لګول شويو محدوديتونو د هغوی خونديتوب او هوساينې ته ګواښ پېښ کړی دی. يادې ادارې ويلي چې دا مهال د افغان مېرمنو وضعيت د اندېښنې وړ دی او په وينا يې چې د زده کړو او کار حق يې له خطر سره مخ شوی دی. د افغانستان ا.ا بيا وايي چې پر ښځو هيڅ داسې محدوديت نه دی لګول شوی چې له کبله يې هغوی ته ګواښ پېښ شي. د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دا مهال په ګڼو دولتي او غير دولتي ادارو کې مېرمنې کار کوي او له هيڅ راز ستونزې سره نه دي مخ شوې. ا.ا تر دې وړاندې هم په ځلونو ويلي وو چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ټولو د حقونو ورکړې ته ژمن دي او د هيچا د منزوي کولو هڅه نه کوي.
































