د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه یوه تازه نظرپوښتنه ښیي چې ډیموکراټ جوبایډن تر اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اووه سلنه مخکښ دی. د ډیلي میل ورځپاڼې د تازه راپور له مخې، که څه هم د ۲۰۱۶ میلادي کال په ټاکنو کې ټرمپ تر هیلري کلینټن دوه سلنه شاته وه خو بیا یې هم ټاکنې وګټلي اما د ورځپاڼې په خبره اوس یې خپل باور او محبوبیت له لاسه ورکړی دی او د بیا ځلي ولسمشر کېدو امکان یې ډېر لږ دی. ورځپاڼه کاږي، ټرمپ تر ولسمشر کېدو څو ورځې وروسته هم د خلکو په زړونو کې خپل ځای له لاسه ورکړی وو خو د وروستیو پېښو له امله چې ټوله پړه یې ده ته ورګرځي نور هم بې باوره شوی دی. راپور کې وړاندې راغلي، د امریکایي سیاستوالو دا خبره تکراروي چې ټرمپ د امریکا د تاریخ ناکام ولسمشر دی.
































