د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې د تېرو شپږو میاشتو راپدیدخوا چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، نږدې ۱۰۰۰ ماشومان په جګړو کې وژل شوي او یا ټپي شوي دي. یونسیف وایي دغه ۹۷۲ ماشومان چې ملګرو ملتونو یې په اوکراین کې د جګړې پر مهال وژنه تایید کړې د ټولو هغو ماشومانو شمېر نه څرګندوي چې په دې هیواد کې وژل شوي او احتمال شته چې د وژل شویو او ټپي شویو شمېر تر دې هم لوړ وي. د یونسیف اجراییوي مشرې کترین رسل په یوې اعلامیې کې ویلي چې ډیری ماشومان د چاودیدونکو وسلو له کبله وژل شوي او یا ټپي شوي دي. میرمن رسل زیاته کړې چې په اوکراین کې د تعلیمي کال د پیل کیدو سره سم دا په پوره توګه څرګندیږي چې څومره ماشومان وژل شوي او یا ټپي شوي دي.
































