د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسوول مارټن ګرفټس له سي جي ټي اېن ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې ۶٫۶ مېلیونه بېړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، یوازې بشرپاله مرستې د افغانستان کړکېچ نه شي حل کولی او په وینا یې اړتیا ده چې په دې هېواد کې اقتصاد، بانکي سیسټم او لومړنيو خدماتو ته وده ورکړل شي. نوموړي د افغان ښځو د حقونو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو هم تینګار کړی دی.
































