د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي، چې اټکل کېده پرون شنبه به د ط الب مشرانو پر سفرونو د بنديزونو د معافيت په تړاو يوې هوکړې ته سره ورسيږي، لا هم اختلاف لري او پرېکړه یې ځنډېدلې ده. که څه هم د امنيت شورا د غړو هېوادونو د پرون شپې غونډې جزيات لا رسنيز شوي نه دي خو د فرانسې د دولتي ټلويزيون ۲۴ چينل ويلي چې د امنيت شورا غړي پر ط الب مشرانو د سفري محدوديتونو د معافيت په اړه د نظر ژور اختلاف لري. د افغانستان د ا.ا د ۱۳ غړو سفري محدوديتونه د سولې خبرو د بريالي کېدو لپاره په لنډمهالي ډول معاف شوي وو خو دا معافيت د شنبې په شپه پای ته ورسېد. د امنيت شورا غړي د دغه معافيت د تمديد په تړاو د نظر اختلاف لري، له همدې کبله يې په دې اړه پرېکړه له څو ځلې ناستو سره سره هم نه ده. ا.ا بيا ويلي چې پر غړو يې د سفرونو بياځلي بنديز له نړۍ سره د دوی د واټن د رامنځته کېدو سبب کيږي.
































