امريکا ويلې چې روسيه پر اوکراين د بريدونو د يوې بلې څپې د پيلولو پلان لري. امريکايي چارواکو ويلي چې روسيه به ښايي د بريدونو دا لړۍ د اګسټ په ۲۴مه یا د اوکراين د خپلواکۍ په ورځ پيل کړي او د دغه هېواد بنسټيز تاسيسات به په نښه کړي. په کيېف کې د امريکا سفارت امريکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې که په اوکراين کې وي نو بايد ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي. په ورته مهال اوکرايني چارواکو په کيېف کې د خپلواکۍ د نمانځلو په موخه د خلکو په را ټولیدو بندیز لګولی، خو هغه روسي ټانکونه او نظامي تجهیزات يې په واټونو کې نندارې ته اېښي دي چې په جګړه کې د اوکراين د پوځيانو لاس ته ورغلي دي.
































