ایراني چارواکي وایي، ترکیه له څه مودې راهیسي د ایراني کردانو د پارولو په هڅه کې ده. د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، ښایي د ترکیې پولو ته څېرمه ځینې ترهګر وجود ولري خو دوی ډاډ ورکوي چې ژر تر ژره به یې د ځپلو په موخه اړین اقدامات وکړي. د ایران کورنیو چارو وزارت د ترکیې له لوري د کردانو د پارولو له څرنګوالې پرته ویلي، انقره باید د ایراني کردانو د پارولو هڅه ونکړي. ایران دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو پرون یوې خبري ناستې ته ویلي وو چې د پي کې کې شاوخوا سل وسله وال د ایران په لویدیځه څنډه دمبات ماکو کي مېشت دي. هغه ویلي وو چې دوی هیله لري ایران د یادو وسله والو پر وړاندې اقدامات وکړي څو دوی مجبور نشي په خپله یې د ځپلو لپاره لاس په کار شي.
































