د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازي آرنوټ پاولز سره کتلي دي. کورنیو چارو وزارت ویلي چې د مخه ښې په دې کتنه کې د بېړنیو بشر دوستانه مرستو او د مرستندویه بنسټونو پر امنیتي موضوعاتو خبرې شوې دي. د کورنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له استازي پاولز څخه مننه کړې چې په خپل ماموریت کې یې له افغانستان سره د بشري مرستو هڅې کړې دي او هیله یې ښودلې چې یاده ټولنه به له افغانانو په ځانګړې توګه د وروستيو طبعي پېښو له قربانیانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي. د کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې ا.ا به د بشري مرستو د کار کوونکو امنیت ته نوره هم جدي پاملرنه کوي.
































