د ټرمپ له لوري غلا شوي سندونه ښایي د امریکا ملي امنیت ته خطرونه جوړ کړي. امریکایي رسنۍ وایي په وروستیو کې چې د ټرمپ په کور کې کوم محرم اسناد موندل شوي په هغه کې خورا خوندي امنیتي اسناد هم شامل دي.
سرچینه وایي اوس د امریکا امنیتي ادارې او ځینې څيړنیز بنسټونه په دې نظر دي چې ښايي د ټرمپ په کور کې دغه امنیتي اسناد په سمه توګه نه وي ساتل شوي او ددې ډېر احتمال شته چې له درکه یې امریکا ته امنیتي خطرونه جوړ شي. امنیتي ادارې بیا وایي چې ددې هر احتمال په اړه پوره پلټنه کوي او وروسته به جزیات روښانه کوي. د ټرمپ په کور کې څو اوونۍ وړاندې پنځلس صندوقه داسې محرم اسناد وموندل شول چې نوموړي له سپینې ماڼۍ تر تګ وروسته له ځان سره وړي وو.
دی اوس له دې امله غوسه دی چې ولې یې امنیتي ځواکونه پر کور ورغلي او هر څه یې پلټلي دي.
































