امریکا په اوکراین کې خپلو وګړو ته د وتلو سپارښتنه کړې ده. په اوکراین کې د امریکا سفارت په تازه امنیتي خبرداري کې له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره له اوکراین ووځي. په خبرداري کې راځي چې په وروستیو کې د اوکراین امنیتي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او تاوتریخوالی ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو دی، نو له همدې امله امریکايي وګړو ته په کار ده چې له اوکراین ووځي.
امریکايي لوري همدا راز ویلي چې تر هوايي لارو دې د دوی لپاره د ځمکني ترانسپورت کارونه خوندي ده، نو امریکايي وګړي دې له اوکراین ځانونه وباسي. دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې پر اورکراین د روسیې د بریدونو نوی پړاو پيل شوی.
































