په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسه وژل شوي دي. د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وايي چې پېښه نن ددغه ولایت د یاوان ولسوالۍ په ریمان کلي کې شوې ده. سرچینه وايي چې د موټر چلوونکي د بې پامۍ او د سړک د خرابوالي له امله فرونر ډوله موټر له سړک وتلی دی او د اتو کسانو ژوند یې اخیستی دی.
په وژل شوو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي. په پېښه کې دوه کسه ټپیان شوي هم دي چې تر درملنه لاندې دي او امنیتي ادارې وايي چې د موټر چلوونکی په تېښته بریالی شوی خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
































