په پاکستان کې د پراخو ګډوډیو د رامنځته کېدو شونتیا شته ده. نیویارک ټایمز په یوه تحلیل کې د پاکستان وضعیت ته کتنه کړې ده او دې پایلې ته رسېدلي چې په دغه هېواد کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي.
سرچینه وایي د پاکستان پوځ کوښښ کوي چې پر عمران خان فشارونه ډېر کړي چې له دې سره په دغه هېواد کې د عمران خان محبوبیت په ډېرېدو دی او د پوځ پر وړاندې کرکه په پراختیا ده. سرچینه کاږي څومره چې د پاکستاني پوځ او عمران خان ترمنځ د ټکر شونتیا ډېرېږي دومره پاکستان د کړنګ غاړې ته نږدې کېږي.
نیویارک ټایمز لیکي وروستي وضعیت ته په کتو داسې ښکاري چې نه د عمران خان پلویان د آرام ناستي لېواله دي او نه هم پوځ د جوړجاړي لار خپلوي له همدې امله به وضعیت ترینګلی شي.
































